عبدالله عبدالله سبا په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي
![عبدالله عبدالله سبا په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي](https://gdb.rferl.org/44BBE4F6-0AAD-497E-A159-E741A6A37246_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سبا په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، د مصالحې عالي شورا لوړپوړي غړي دغه سفر کې د ښاغلي عبدالله ملګرتیا کوي.
نوموړی به دې سفر کې د پاکستان له صدر اعظم، ولسمشر، د سنا له رییس ،د ملي اسامبلې له مشر او بهرنیو چارو وزیر سره وګوري.
دا سفر داسې مهال کېږي چې د افغانستان د دولت مرکچیان په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته ناست دي، هغه خبرې چې په ظاهره لانجمنې شوي دي.