د کابل امنیتي کمربند د لا ټینګښت خبر ورکړل شو
د افغانستان پوځي او امنیتي چارواکي، تر هغه وروسته د کابل امنیتي کمربند د لا ټینګښت خبر ورکړی چې په ښار کې د هدفي وژنو په ډېرېدو اندېښنې زیاتې شوي دي.
د یوې مرکزي فرقې قومندان رامین مقبل وایي، د کمربندونو له ټینګوالي سره د ولسوالیو پر امنیت هم تمرکز کیږي.
هغه زیاته کړه: "د کابل ۱۱۱مه مرکزي فرقه په لومړۍ درجه احضاراتو هر ډول فعالیت او په ښار او ولسوالیو کې د دښمن د بریدونو دفاع او شنډولو ته چمتو ده، د کابل د کمربند د لا ټینګښت لپاره مونږ ښه تحکیمات تنظیم کړي دي."
پرون د ملي امنیت عمومي ریاست وویل چې کابل کې يې د هدفي وژنو یوه پنځلس کسیزه ډله نیولې.
نیول شویو کسانو په ظاهره اعتراف کړی چې له طالبانو سره یې کار کاوه، خو طالبانو دا د حکومت تبلیغاتي هڅه بللې ده.