چارواکي: تېرو دوو اوونیو کې تر ۹ میلیارده افغانۍ ډېر عواید راټول شوي
په تېرو دوو اوونیو کې ۹ میلیارده ۴۰۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د عوایدو کچه د روان کال د وږې میاشتې د وروستیو دوو اوونیو په پرتله ۹۸۴ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښیي.
هغه زیاته کړه: "د ۱۳۹۹ مالي کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې نه تر ۱۵ مې نېټې پورې ۹ میلیارده ۴۰۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي، چې له دې جملې ۵۱۵ میلیونه له مستوفیتونو، ۲ میلیارده ۲۹۷ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۲ میلیارده ۴۷۶ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۴ میلیارده ۱۱۹ میلیونه له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي."
نوموړي وویل چې،د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۲۷ میلیارده ۲۰۳ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
همداشان د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د تلې میاشتې تر ۱۲ مې نېټې پورې ۸۳ میلیارده ۱۸۹میلیونه افغانۍ (۵۰.۲) سلنه پراختیایي بودیجه او ۱۹۶ میلیارده ۷۱۵ میلیونه افغانۍ (۶۴) سلنه عادي بودیجه لګول شوې ده چې په ټوله کې د ملي بودیجې ۲۷۹ میلیارده ۹۰۴ میلیونه افغانۍ (۵۹) سلنه جوړوي.