ولسمشر غني د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې ګډ کمېسیون جوړېدو فرمان ورکړ
د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې لپاره د حکومت له لوري د نوي کمېسیون جوړېدا د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې لپاره مهم اقدام وباله.
دې سازمان ویلي، د افغانستان د حکومت له لوري د دې کمېسیون جوړېدا په دغه هېواد کې د بشري حقونو لپاره یو بری دی.
د بخښنې نړیوال سازمان دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان په صادرولو د بشري حقونو د مدافعانو د ساتنې ګډ کمېسیون تاسیس کړ.
دا کمېسیون به، چې د بشري حقونو د دفاع او په افغانستان کې د بشري حقونو د اړوندو مسلو په اړه ملي او نړیوالو اندېښنو ته د ځواب ویلو په هدف جوړ شوی، په پیل کې خپل لومړیتوبونه په ګوته کړي او د بشري حقونو د مدافعانو د خوندیتابه لپاره به له غیرحکومتي موسسو سره ګډ پلان جوړ کړي.