ارګ: طالبان د جنګي تګلارې په بدلولو د بريدونو مسئولیت نه اخلي
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د طالبانو جنګي تګلاره بدله شوې او هغه دا چې بریدونه کوي، خو مسئولیت یې نه اخلي.
د ارګ یوه ویاند دواخان مينه پال ازادي راډیو ته وویل، چې طالبانو دا تګلاره په دوحه کې د سولې د خبرو له پیل سره هممهاله خپله کړې ده.
هغه زياتوي: "طالبان حمله کوي او بیا له هغې څخه انکار کوي، دا د دوی د ستراتیژي یو ډول دی او له مذاکراتو سره هممهاله یې شروع کړې ده."
ارګ وایي، له هدفي بریدونو د طالبانو هدف دادی چې: "وېره، وحشت او ناهیلي خپره کړي او د خلکو او دولت ترمنځ واټن زیات کړي."
له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست هم ویلي و، چې د هدفي وژنو تر شا د طالبانو او حقاني شبکې لاسونه دي.
طالبانو بیا څو ورځې وړاندې له ازادي راډیو سره خبرو وویل، چې دوی د ملکي کسانو، مدني فعالانو او خبریالانو په هدفي وژنو کې لاس نه لري.