په کابل کې د نجونو د والیبال سیالۍ پیل شوې
په کابل کې د "کابل جام" په نوم د نجونو د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د المپیک د ملي کمیتې غړي مجیب قاري زاده نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دې سیالیو کې له کابله شپږ لوبډلو ګډون کړی او درې ورځې به دوام وکړي.
په خبر کې ویل شوي چې هره ورځ دوه لوبې ترسره کېږي او هدف یې د کابل منتخبې لوبډلې ته د تکړه لوبغاړو موندل دي.