هرات کې د پاشدان بند د ۱۱ برمته شویو کارکوونکو له ډلې ۴ یې خوشې شول
د هرات په کرخ کې د پاشدان بند د ۱۱ برمته شویو کارکوونکو له ډلې ۴ هغه خوشې شوي دي.
د پاشدان بند د پروژې مسؤل محمد عارف اڅکزي ازادي راډیو ته وویل، ۱۱ کارکوونکي یې پرون نامعلومه وسلهوالو له ځان سره بیولي چې تر اوسه د ۷ تنو هغو د برخلیک په اړه معلومات نهلري.
د هرات امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
پاشدان بند د هرات ښار ختیځ ته په ۲۰ کیلو متري واټن کې پروت دی.
ټاکل شوې تر درې میاشتو پورې دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو چارې هم پيل شي.
دغه بند د ۱۳ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو او دوه مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.