ایران کې د اقلیت ګنابادي صوفي طریقې یو زنداني فعال ساه ورکړه
ایراني چارواکي وایي، د اقلیت ګنابادي صوفي طریقې یو فعال چې بندي و او څو ورځې مخکې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی و، ساه ورکړه.
چارواکو ویلي چې بهنام محجوبي د زیاتو درملو د خوړلو له امله مسموم شوی و.
نوموړی د دغې طریقې له نورو پیروانو سره یوځای په ۲۰۱۸ کال کې د مظاهرو په جریان کې نیول شوی او په جون میاشت کې په دوه کلن بند محکوم شوی و. د راپورونو له مخې نوموړی د فبرورۍ په ۱۶مه د ایوین له زندانه یوه سیمهییز روغتون ته انتقال شوی و.
د هغه مېرمن صالح حسیني تېره اوونۍ وروسته له هغې چې له خپل مېړه سره د لیدو اجازه ورکړل شوه او هغهیې د تهران د لقمان روغتون په عاجلې څانګه کې ولید، د ازادي راډیو د فردا څانګې ته وویل چې د مېړه درملنهیې په خپل وخت نهوه شوې او له همدې امله په کوما تللی.
د ایران یو شمېر محافظهکاره ملایانو صوفي طریقه د اسلام لپاره خطرناکه بللې او د دې هېواد امنیتي ځواکونو یې یو شمېر عبادت ځایونه وران کړي او په مختلفو وختونو کې یې ډېر پیروان نیولي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان (امنېستي انټرنشنل) وایي، د دروېشانو ځپنه د ۲۰۱۰ کال تر اکټوبر راهیسې زیاته شوې ده. هغه مهال د ایران ستر مشر ایاتالله علي خامنهیي د دروېشانو نوې جوړې شوې عرفاني حلقې وغندلې او هغهیې جعلي وبللې.