دفاع وزارت: کندهار کې ۴۲ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي
د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې کندهار کې ۴۲ طالبان وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دولت دغه مخالفان تېره ورځ په میانشین، پنجوایي او ارغنداب ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عملیاتو پر مهال د ارغنداب او میوند ولسوالیو له شااوخوا سیمو څخه د طالبانو ۳۵ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په یوه جلا خبرپاڼه کې د بلخ په چهاربولک او شولګر ولسوالیو کې د ۱۸ افغان سرتېرو د وژنې ادعا کړې ده.
تراوسه دولتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
افغان چارواکي او طالبان تل یو بل ته د دغسې درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو خپلواکې سرچینې یې ډېر کله تایید او یا هم رد نه شي کولای.