خلیلزاد کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه
![خلیلزاد کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه](https://gdb.rferl.org/b240867b-6e87-4321-8706-d7742f39fb42_w800_h450.jpg)
په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه.
دغه سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي خلیلزاد سفر د افغانستان د سولي بهیر د ګړندي کولو هڅو یوه برخه وبلله او ویې ویل چې خلیلزاد او ورسره ملګرو یې دې سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو او د ښځو د حقونو له مدافعینو سره ولیدل.
د اعلامیې له مخې، ښاغلي خلیلزاد په افغانستان کې د تل پاتې سولې په ټینګښت کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ.
نوموړي دغه راز ویلي چې امریکا به د خپلو متحدینو او سیمه ییزو هېوادونو سره په سلا مشورې د بېلابېلو غونډو په چوکاټ کې د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ ته دوام ورکړي.
تر دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې زلمی خلیلزاد به د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.