د کرونا له وېرې دوو استرالیايي لوبغاړو ایپياېل سیالۍ پرېښودې
د کرونا له وېرې د کرکټ دوه استرالیايي لوبغاړو ایپياېل سیالۍ پرېښودې.
کن ريچارډسن او ادم زمپا د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې هغه لوبغاړي دي چې په هندوستان کې د کرونا ویروس د ډېرېدو له کبله استراليا ته ولاړل.
په هندوستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر بل هر وخت د ریکارډ کچې ته رسېدلي او د دې ناروغۍ له امله د مړو په شمېر کې هم بېسارې زیاتوالی راغلی دی.
په همدې وخت کې بیا د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالۍ هم روانې دي.
ټاکل شوې چې نن د پنجاب او کلکتې لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته لاړې شي.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا ډېلي، حیدراباد لوبډلې ته د یوې منډې په توپیر په سوپر اور کې ماتې ورکړه.