خلیلزاد: د افغانستان د سولې د پروسې ستونزه بې باوري ده
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان د سولې په خبرو کې اصلي ستونزه دا ده چې ښکېل لوري پر یو بل باور نه لري. خلیلزاد دا خبره په دوشنبې کې د ازادي راډیو د تاجکي څانګې له خبریال ملا رجب یوسف سره یوه ځانګړې مرکه کړې. په دې مرکه کې له ښاغلي خلیلزاد نورې پوښتنې هم شوې. خو پیل کې ترې تاجکستان ته دده د سفر په اړه پوښتنه شوې.