استرالیا د افغانستان کرکټ ټیم د یوې ټسټ لوبې کوربهتوب کوي
د استرالیا د کرکټ ټیم به د افغانستان د کرکټ ټیم د یوې ټسټ لوبې کوربه وي.
دغه لوبه به چې د روان کال د نومبر په ۲۷مه د استرالیا په هوبارټ ښار کې پیل شي د دواړو ټیمونو ترمنځ لومړنۍ لوبه وي.
د استرالیا ټیم به له افغانستان سره تر لوبې وروسته په ډسمبر کې د انګلستان له ټیم سره مخامخ شي.
افغانستان وروسته له هغې چې په ۲۰۱۸ کال یې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، ۶ ټسټ لوبې کړي چې درې یې ګټلي او درې یې بایللې دي.