“د باجوړ مولوي ګل داد د وسله والو خلاف مبارزه کوي”
![“د باجوړ مولوي ګل داد د وسله والو خلاف مبارزه کوي”](https://gdb.rferl.org/EA06780B-925E-49B8-A778-10407E250B0D_w800_h450.jpg)
د مشال مرکه کې مو د باجوړ مولوي ګل داد مېلمه دی. په نننۍ خپرونه کې له نوموړي سره پر دې موضوع مرکه شوې چې ده په ۲۰۰۷ز کال کې په باجوړ کې د وسله والو خلاف مبارزه پيل کړې وه. په دې مبارزه کې د هغه ورور او تر ۱۳ زيات کسان وسله والو وژلي ول. د پاکستان حکومت مولوي ګل داد ته د وسله والو خلاف مبارزې لړ کې تمغه شجاعت ورکړي. زموږ همکار ګل اياز نوموړي سره مرکه کړي.