بلخ کې د طالبانو د حملو زیاتوالی؛ افغان ځواکونه له زارع ولسوالۍ په شا شوي
![بلخ کې د طالبانو د حملو زیاتوالی؛ افغان ځواکونه له زارع ولسوالۍ په شا شوي](https://gdb.rferl.org/4C1BA276-5F67-4C15-BE35-92D066A60158_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د بلخ امنیه قوماندانۍ وایي، د دې ولایت پر زارع ولسوالۍ د طالبانو د حملو د زیاتوالي له امله افغان امنیتي ځواکونه او حکومتي چارواکي دې ته اړ شول چې پرون د دې ولسوالۍ او د امنیه قومندانۍ له ودانیو ووځي.
د بلخ امنیه قوماندان جنرال داوود ترهخېل رسنیو ته وویل چې د زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې، خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي ازادي راډیو ته وویل ولسوالۍ بلې سیمې ته لېږدول شوې ده.
ښاغلی رضايي زیاتوي: "د بلخ د پوځي شورا د پرېکړې او د خلکو د غوښتنې پر اساس او هم دا چې دغه ساحه محاصره شوې او امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوه غیر فعال حالت کې وو، ولسوالي له هغه ځایه د کشنده او زارع ترمنځ د تاش لیکن کلي ته لېږدول شوې ده."
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې وسلهوالو یې زارع ولسوالۍ نیولې او دښمن تهیې پر تلفاتو سربېره د هغوی یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.