د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ د وضعیت په اړه ضد و نقیض راپورونه
د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ د وضعیت په اړه لاهم ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.
پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) وسله والو طالبانو ادعا وکړه چې دا ولسوالۍ یې نیولې ده خو تېره شپه ناوخته د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل چې افغان هوايي ځواک په دې ولسوالۍ کې د طالبانو مورچې بمباري کړي دي.
ده طالبانو ته د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه بې خبرې وښوده.
پرون سهار طالبانو او د سیمې اوسېدونکو تایید کړه چې د ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته ورغلی خو وروسته ځايي خلکو ازادي راډیو ته وویل چې هوايي ځواک په ولسوالۍ کې پر طالبانو بمباري وکړه.
د کونړ چارواکي او د سیمې ځینې اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په جګړو کې ډېر شمېر بهرنیان په تېره بیا د لشکر طیبه غړي جنګېږي.