امریکا کې د موټر سایکل ځغلولو فسټیوال ګډونوال داکوټا کې دمه کوي
تمه ده چې په متحدوایالاتونو کې نن د سټورګیس د موټر سایکل ځغلولو د کلني فسټیوال سلګونه زره ګډونوال په جنوبي داکوټا ایالت کې دمه وکړي.
په داسې حال کې چې د کرونا ویروس ډېلټا بڼې موارد په متحدوایالاتونو کې زیات شوي، دې جشن د کووېد-۱۹ ناروغۍ د احتمالي خپراوي وېره زیاته کړې ده.
د فسټیوال تنظیموونکي هیله لري چې لږ تر لږه اووه لکه موټرسایکل چلوونکي به په دې لوی لس ورځني جشن کې چې پرون پیل شو، ګډون وکړي.
روغتیايي متخصصان باور لري چې پروسږکال د دې جشن ګډونوال د کرونا ویروس د سرایت باعث شول چې په نتیجه کې یې خپلو کورونو ته د خلکو له ستنېدو سره سم دا ویروس په ټول هېواد کې خپور شو.
که څه هم د امریکا نیمايي وګړو ته اوس پوره واکسین ورکړل شوی دی، خو روغتیايي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د سټورګیس د موټرسایکل ځغلولو فسټیوال، په داسې حال کې چې په متحدو ایالاتونو کې د کرونا موارد دوه ځلي زیات شوی، د دې ویروس د خپرېدو ګواښ زیاتوي.