روسیه کې د یوې هليکوپټرې د لوېدو له پېښې ۹ تنه ژوندي موندل شوي
![روسیه کې د یوې هليکوپټرې د لوېدو له پېښې ۹ تنه ژوندي موندل شوي](https://gdb.rferl.org/B3AF1122-8E4E-4E7E-8B0D-A2DA9B5DF88A_w800_h450.jpg)
د روسیې په لېرې ختیځ کمچاتکا ټاپو وزمه کې د یوې هليکوپټرې د لوېدو له پېښې ۹ تنه ژوندي پیدا شوي دي.
د ژغورل شوېو کسانو د روغتیایي وضعیت په اړه سملاسي څه نه دي ویل شوي.
روسي رسنیو د چارواکو په حواله ویلي، دې الوتکه کې د عملې په ګډون ۱۶ تنه سپاره وو چې په ځایي وخت نن سهار لس بجې په یوه جهیل کې راولوېده او ډوبه شوه.
د هليکوپټرې دننه سپاره ۱۳ تنه مسافر او ۳ د الوتکې عمله و.
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي، ۷ نورو ورکو کسانو د ژغورنې عملیات دوام لري.