کراچۍ کې پر یوه ګاډي په برید کې ۱۴ کسان وژل شوي
![کراچۍ کې پر یوه ګاډي په برید کې ۱۴ کسان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/ea2d7274-ea5e-453e-b0d9-9116de9ae66e_tv_w800_h450.jpg)
په کراچۍ کې پر یو موټر د لاسي بم په برید کې د خیبر پښتونخوا د سوات یوې کورنۍ ۱۴ تنه وژل شوي او اته ژوبل دي. د کراچۍ د پوليسو مشر ايډيشنل انسپیکټر جنرل عمران يعقوب منهاس د اګست پر ۱۴مه ماښام مهال تر پېښه وروسته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا د لاسي بم يا کريکر بم برید وو. د پېښې ښکار شوې کورنۍ غړي وايي، له هېچا سره یې دښمني نه وه. ویډيويي رپورټ.