د طالبانو د مشرتابه ځینې غړي کابل کې پر راتلونکې حکومت غږیږي
![د طالبانو د مشرتابه ځینې غړي کابل کې پر راتلونکې حکومت غږیږي](https://gdb.rferl.org/0791c10b-eb78-46c0-b7ed-81bee8fee348_w800_h450.jpg)
د راپورونو له مخې د طالبانو د مشرتابه یو شمېر غړي کابل کې راټول شوي او د راتلونکي حکومت د جوړېدو پر لارو چارو خبرې کوي.
د طالبانو سرچینو تایید کړې ده چې د دوی د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر هم له کندهاره کابل ته رسیدلی دی.
دې سرچینو رویټرز ته ویلي، ښاغلی برادر له یو شمېر جهادي مشرانو، د حکومت له پخوانیو چارواکو او دیني عالمانو سره ګوري.
د سرچینې په باور، طالبان غواړي جلا-جلا ډلې رامنځته کړي چې د داخلي امنیت پر مسالو او رامنځته شوي مالي بحران خبرې وکړي.
ملا برادر د طالبانو د بنسټ ایښودونکو له ډلې دی چې ۲۰۱۰ میلادي کال کې پاکستان کې زنداني او بیا د سولې خبرو په نیت له زندانه خلاص شو.