د امجد شهزاد د "هنر کور" هلې ځلې
![د امجد شهزاد د](https://gdb.rferl.org/eafd7b94-5a28-4738-b76f-6e78363ddc7e_w800_h450.jpg)
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د ملاکنډ پېژندلی شاعر او سندرغاړی امجد شهزاد دی. نوموړی د خپلې هغې يوې پروژې په اړه معلومات راکوي چې د سيمې د ځوانو هنرمندانو د روزنې او د سندرو د ثبت په چارو کې له هغوی سره د مرستو لپاره يې پيل کړې ده. د شهزاد خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.