کابل کې د 'امن' په نوم د فوټبال سیالۍ پیلیږي
ټاکل شوې ده چې سبا د "امن" په نوم په کابل کې د فوټبال د اتلوالۍ سیالۍ پیل شي.
دا لوبې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په لوبغالي کې کېږي.
د دې فدراسیون رییس یوسف کارګر نن ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې، شاهین اسمايي، سیمرغ البرز، هریرود توپان، میوند اتلان، د اباسین څپې او د هندوکش عقابان ګډون کوي او لس ورځې به دوام وکړي."
د اګسټ له پنځلسمې راهېسې چې کابل د طالبانو لاس ته لویدلی دی، دا د فوټبال لومړنۍ سیالۍ دي چې په دې ښار کې ترسره کېږي.