ګوتیرېش: طالبان دې د لا درکه شوېو ښځینه فعالانو خوندیتوب یقیني کړي
![ګوتیرېش: طالبان دې د لا درکه شوېو ښځینه فعالانو خوندیتوب یقیني کړي](https://gdb.rferl.org/08b40000-0a00-0242-0106-08d9e98e0e88_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرېش له طالبانو په کلکه غوښتي چې د لا درکه شوېو ښځینه فعالانو خوندیتوب یقیني کړي.
ګوتیرېش نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:" زه په ژوره توګه د ښځو د ورکو شوېو فعالانو د سلامتیا په اړه اندېښمن یم."
نوموړي لیکلي، یو شمېر فعالانې لا درکه شوي او له اونیو راهیسې ورسره تماس نشته.
طالبانو د دغو ښځینه فعالانو توقیف یا نیول رد کړي دي، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې ته پرون ډاډ ورکړی چې دې برخه کې هلې ځلې کوي.
لادرکه شوې مېرمنې هغه فعالانې دي چې وروستیو کې يې د طالبانو ضد مظاهرو کې برخه اخېستې وه.