محمد ذکریا زماني له ټایلنډي سیال سره د لوبې لپاره ټایلنډ ته لاړ
![محمد ذکریا زماني له ټایلنډي سیال سره د لوبې لپاره ټایلنډ ته لاړ](https://gdb.rferl.org/08610000-0a00-0242-94c0-08d9f9df06f6_cx0_cy17_cw0_w800_h450.jpeg)
افغان سوک وهونکی محمد ذکریا زماني خپل ټایلنډي سیال سره د لوبې لپاره نن ټایلنډ ته روان شو.
د طالبانو د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې محمد ذکریا زماني به د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ د ټایلنډ په بانکاک ښار کې له خپل سیال سره د لوبې میدان ته ښکته کېږي.
که څه هم د ښاغلي زماني د لوبې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو له دې وړاندې د افغانستان د سوک وهني فدراسیون ویلي و چې ښاغلي زماني له څو نورو بهرنیو لوبغاړو سره هم لوبې کړي.