انتونيو ګوترش: پر اوکراین د روسیې حمله د خوراکي موادو د ناامنۍ سبب کېدای شي
![انتونيو ګوترش: پر اوکراین د روسیې حمله د خوراکي موادو د ناامنۍ سبب کېدای شي](https://gdb.rferl.org/08600000-0a00-0242-61b7-08d9fad16079_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، پر اوکراین د روسیې حمله د خوراکي موادو د ناامنۍ یا د ده په وینا د خوړو د توپان سبب کېدای شي.
ده وویل، ډېری افریقايي او بېوزلي هېوادونه له روسیې او اوکراین څخه غله واردوي چې اوس له دغو هېوادونو د غلو واردات له خنډ سره مخامخ شوي دي.
د سرمنشي په وینا د بورکینافاسو، یمن او سومالیا په شان هېوادونه اوس د خپلو خلکو د مړولو لپاره له سخت کړاو سره مخامخ دي.