پښتون ژغورنې غورځنګ جانیخېلو کې د امنیت غوښتنې لپاره لاریون کړی
![پښتون ژغورنې غورځنګ جانیخېلو کې د امنیت غوښتنې لپاره لاریون کړی](https://gdb.rferl.org/8909a220-557b-459d-aeda-f36f28357db0_tv_w800_h450.jpg)
پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه کړې چې د بنو په جانیخېلو او شاوخوا سیمو کې دې د هدفي وژنو او ناامنیو مخنیوی وکړي. د غورځنګ یوشمېر پلویانو د اپرېل پر ۱۳مه ماخوستن مهال په بنو کې په لاریون او مظاهره کې دعوه وکړه چې په تېرو ۱۰ ورځو کې په جانیخېلو کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي دي. حکومت د غورځنګ د احتجاج او څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو د بنو انتظامي مشر د اپرېل پر ۱۲مه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت په جانیخېلو کې د امن ټینګښت ته ژمن دی او په دې لړ کې یې هڅو ته دوام ورکړی دی. ویډیويي رپورټ.