د کابل د پرونۍ چاودنې شاهدانو څه لیدلي؟
![د کابل د پرونۍ چاودنې شاهدانو څه لیدلي؟](https://gdb.rferl.org/08c10000-0a00-0242-f182-08da2aa53401_tv_w800_h450.jpg)
د کابل د دارالامان سیمې د علاالدین په درې لاره کې د خلیفه صاحب په جومات کې برید د رسمي ارقامو له مخې لس کسان وژلي خو د جومات خطیب سید فاضل آغا ویلي چې په پېښه کې ۵۰ کسان وژل شوي.
اروپايي ټولنې د دې حملې په غبرګون کې ویلي دي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د ټولو افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره د جدي اندېښنې وړ دی. دې ټولنې په یوه بیان کې ویلي دي چې ترهګري په هېڅ دین او مذهب کې ځان نلري. اروپايي ټولنې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د هېواد د وګړو امنیت خوندي کړي او د وروستیو حملو له عاملانو سره حساب کتاب وکړي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ او نورو دولتونو او نړیوالو موسسو هم دا او د تېرو ورځو حملې غندلي او د هغو د سمدستي بندېدو غوښتنه ېې کړې. د ملګروملتونو امنیت شورا ویلي دي چې ټول دولتونه د تروریزم د هرې بڼې په ځپلو مکلف دي.