ناروې کې د تېرې ورځې پېښې د قربانیانو د دعا او ویر مراسم ترسره کېږي
ناروې په پلازمېنه اوسلو کې نن د هغې حملې قربانیانو ته د دعا او ویر مراسم ترسره کېږي، چې چارواکو هغه د اسلام پالو یو مشکوک تروریستي عمل بللی دی.
پرون د ورځې سهار وختي د همجنسپالانو د یوه رستورانټ په ګډون د اوسلو په درې ځایونو کې په ډزو کې دوه تنه ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول.
د ویر په هغو مراسمو کې چې د اوسلو په لویه کلیسا کې جوړ شوي وو، د ناروې د صدراعظم یونس ګهر ستورې په ګډون د ناروې شهزادګۍ میتي میریت هم ګډون کړی و.
د ناروې صدراعظم په خپله وینا کې وویل، چې دغو ډزو د سهار وختي د ویاړ پریډ پای ته ورساوه خو د تبعیض، تعصب او کرکې سره د مبارزې او هڅو مخه نه شي نیولی.
د دغه برید مشکوک یو ایراني الاصله ۴۲ کلن نارویژۍ ښودل شوی چې له تروریزم سره د مبارزې ادارو له مخکې هغه پېژانده.