د طالبانو حکومت په خپل تشکيل کې د ملي تدارکاتو د کمېسيون جوړېدو خبر ورکړ
د طالبانو حکومت په خپل تشکیل کې د ملي تدارکاتو د کمېسیون د جوړېدلو خبر ورکوي.
په یوه بیان کې چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر ټویټر خپور کړ ویل شوي دي چې، د دې کمېسیون مشري به د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي.
دغه راز مجاهد ويلي دي، د ياد کمېسيون غړي به د مالیې او اقتصاد سرپرست وزیران، د چارو د ادارې لوی رئیس او د هرې پروژې اړوند د سکتوري وزارت سرپرست وي.
تېر جمهوري نظام هم د ملي تدارکاتو کمېسیون درلود چې لوی قراردادونه او د لویو پانګونو پلانونه به یې له غور وروسته تاییدول.
د طالبانو حکومت هم ویلي دي چې، د دې کمېسیون دنده به د شفافیت تامینول، تدارکاتي ستونزو ته د حل لارو موندل او د تدارکاتي چارو تنظیم وي.