ميدان وردګ کې يوې ترافيکي پېښه کې ۱۴ کسان ژوبل شوي دي
![ميدان وردګ کې يوې ترافيکي پېښه کې ۱۴ کسان ژوبل شوي دي](https://gdb.rferl.org/058a0000-0aff-0242-aa0c-08dae1869517_w800_h450.jpeg)
د عامې روغتيا ځايي مسؤلينو ويلي دي، پېښه د دغه ولايت مرکز اړوند تورو تيږو سيمه کې نن سهار ۴ بجې له سړک څخه د ۵۸۰ ډوله موټر د اوښتو پر مهال رامنځته شوې چې د ۲ ښځو په ګډون ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.
د ميدان وردګ د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ځيرګ زرک ازادي راډيو ته وويل، د پېښې ټپيان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
نوموړی وايي، یاد موټر له هلمند څخه کابل ته روان و چې په لاره کې د بي احتياطۍ له امله چپه شوی دی.
راپورنه ښېي چې د میدان وردګ ولایت اړوند د کابل - کندهار پر لویه لار په تېره یوه اوونۍ کې د ټرافیکو پېښو له امله ۱۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.