پښین کې په ټرافیکي پېښه کې ۵ کسان وژل شوي دي
چارواکو وویل چې د درو ښځو په ګډون پینځه واړه وژل شوي د بلوچستان د پولیسو یوه افسر مختیار حسین د کورنۍ غړي دي. دوی زیاتوي چې په پېښه کې د ټرالر (لارۍ) ډرېور ژوبل شوی دی او دا چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې ښايي پېښه د باران له وجې شوې وي.