ترکیې په اوکراین کې د اوربند ټینګښت لپاره چمتووالی ښودلی
![ترکیې په اوکراین کې د اوربند ټینګښت لپاره چمتووالی ښودلی](https://gdb.rferl.org/02490000-0aff-0242-1a1c-08daf652a128_w800_h450.jpg)
ترکیې دې ته چمتوالی څرګند کړی دی چې په اوکراین کې د اوربند لپاره فشار راولي.
انقره وایي چې نه مسکو او نه هم کییف په دې جګړه کې د بري چانس لري.
په بهرنیو چارو کې د ترکیې د ولسمشر سلاکار ابراهیم کالین پرون وویل، داسې نه ښکارې چې په راتلونکو میاشتو کې د اوکراین په جګړه کې ښکېل لوري د سولې د یوه پراخ تړون په تکل کې وي.
د کالین په وینا بیا هم کېدای شي چې د ویجاړونکې جګړې پراخ لګښت ډېر ژر د دې هېوادونو نظر بدل کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.
ترکیه چې د ناټو غړې ده، د اکراین او روسیې د سولې د مذاکراتو د لومړیو دوو غونډو کوربه پاتې شوې ده.