'شب من ګېل' د کرکټ په یو ورځنیو سیالیو کې غبرګه سلیزه ووهله
د هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې پیلیز توپ وهونکي شب من ګېل ۲۰۸ منډې وکړې.
نوموړی پنځم هندی کرکټر دی چې دا کارنامه کوي او د نړۍ په سطحه اتم لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو سیالیو کې د غبرګې سلیزې ویاړ ترلاسه کوي.
ګېل د ۹ شپږیزو، ۱۹ څلوریزو پرمټ په ۱۴۹ توپونو ۲۰۸ منډې وکړې او بیا اوټ شو.
تر دې وړاندې د هند لپاره سچن ټنډولکر، ورېندر سېواګ، اېشان کېشن او روحیت شرما هم غبرګې سلیزې وهلې وې.
د یادونې ده چې اوسمهال په یو ورځنیو سیالیو کې په انفرادي توګه په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې ۲۶۴ منډې د روحیت شرما دي.