پي ټي اېم د نقیب مسید د وژنې قضیې پرېکړې پرضد مظاهرې کړې دي
![پي ټي اېم د نقیب مسید د وژنې قضیې پرېکړې پرضد مظاهرې کړې دي](https://gdb.rferl.org/08530000-0a00-0242-f217-08dafeed8f74_tv_w800_h450.jpg)
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جنورۍ پر ۲۵مه د پېښور، کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نقیب الله مسید د وژنې قضیې فیصلې پرضد احتجاجونه وکړل. فعالانو د مظاهرو پر مهال پر عدالتي فیصلې انتقاد وکړ او و یې ویل چې پرضد یې اعلا عدالتونو ته ځي. د کراچۍ عدالت د جنورۍ پر ۲۳مه په خپله لنډه فیصله کې وویل چې پولیس د تورونو په ثابتولو کې پاتې راغلي نو ځکه د انوار په ګډون ۲۵ تورن کسان بري کوي. هغو کسانو هم پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کاوه. په تېرو وختونو کې د پاکستان وفاقي او د سیند حکومتونو او پولیسو په تېرو وختونو کې ټینګار کړی وو چې د نقیب مسید د وژنې جرم ثابتېدو په صورت کې به تورن کسان هرومرو سزا کېږي. د پېښور، کراچۍ او اسلام اباد د احتجاجونو په اړه ویډیويي رپورټ.