افغانستان کې سختې يخنۍ تر ۱۵۰ زيات کسان مړه کړي
![افغانستان کې سختې يخنۍ تر ۱۵۰ زيات کسان مړه کړي](https://gdb.rferl.org/08550000-0a00-0242-d198-08daff92ca80_tv_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي سږکال د جنورۍ له ۱۰مې نیټې راهیسې په هغه هېواد کې د ژمي او سختې یخنۍ له مبله تر اوسه ۱۵۸ کسان مړه شوي دي. په افغانستان کې د سختې یخنۍ څپې هغه لسګونه زره افغانان تر ټولو زيات ځپلي چې د جنګونو له وجې لا هم د کډوالۍ ژوند کولو باندې مجبوره دي. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانس له ویډیوګانو راپور وګورئ.