د افغانستان لپاره د امريکا استازي د يو شمېر هېوادونو سفر پيل کړی
![د افغانستان لپاره د امريکا استازي د يو شمېر هېوادونو سفر پيل کړی](https://gdb.rferl.org/04020000-0aff-0242-ddf4-08daa9cd935d_cx58_cy4_cw34_w800_h450.jpg)
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ پاکستان، جرمني او سویس ته خپل سفر پرون پیل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، وېسټ به په دې سفر کې چې تر راروانې شنبې دوام کوي، له شریکانو، افغانانو او د خیریه بنسټونو له سازمانونو سره له افغانستان سره پر تړلو ګټو سلا مشورې وکړي.
د اعلامیې لهمخې د طالبانو وروستیو محدودیتونو نړیواله ټولنه، چې له افغانانو سره د مرستې هڅه کوي، له فوق العاده چلنجونو سره مخامخ کړې ده.
طالبانو تېره میاشت په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او پوهنتونونو ته یې د نجونو او ښځو تګ هم منع کړ.
نن پنځه سوومه ورځ ده، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نهده ورکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې وايي، د کابل لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی به له شریکانو سره پر یوه سیمهییز او نړیوال اقدام کار وکړي، چې د حیاتي مرستو د ترلاسه کولو او د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ګډ دریځ څرګندوي.