اوکراين کې د روسيې بريدونو له امله د وژل شويو کسان شمېر ۱۱ ته رسېدلی
![اوکراين کې د روسيې بريدونو له امله د وژل شويو کسان شمېر ۱۱ ته رسېدلی](https://gdb.rferl.org/bae58fc0-acd1-4771-9267-36f344f44b51_w800_h450.jpg)
د اوکراین په زاپوروژیا کې د روسیې د توغندیزو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر یوولسو ته لوړ شوی دی.
د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې نن ویلي چې، په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.
برید د پنجشنبې په ورځ په یوې پنځه پوړیزې ودانۍ شوی و.
ودانۍ نړېدلې او ژغورونکو لږ تر لږه ۹۰ کسان ژوندي را ایستلي دي.
زاپوروژيا د روسيې ځواکونو لهخوا محاصره ده او وخت ناوخته په ملکي اهدافو توغندیز بریدونه ترسره کېږي.