اوکرایني چارواکي: باخموت ښار لا هم تر کنترول لاندې ده
![اوکرایني چارواکي: باخموت ښار لا هم تر کنترول لاندې ده](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-63d7-08db207c14b6_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
اوکرایني چارواکي ډاډ څرګندوي چې باخموت ښار لا هم د دوی تر کنترول لاندې ده.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز داسې وخت دا خبره کړې چې د روسیې جګړه مارانو پرون ادعا وکړه چې باخموت ښار یې نیولی دی.
روسیې په باخموت کې د واګنر جګړه ماران ګمارلي او څو اوونۍ یې له اوکراییني ځواکونو سره سختې نښتې کړې دي.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز ویلي چې په تېر یوه شپه او ورځ کې يې په باخمتو باندې د روسیې څه باندې سل بریدونه شنډ کړي دي.