د کندز د يو شمېر ولسواليو د برښنا رسونې تجهيزات نوي کړی شوي
![د کندز د يو شمېر ولسواليو د برښنا رسونې تجهيزات نوي کړی شوي](https://gdb.rferl.org/516394b4-5d67-426d-9b63-d902cfd8533a_w800_h450.jpg)
د طالبانو تر ولکې لاندې د برښنا ریاست د کندوز حوزوي څانګه وايي، د امام صاحب، علي اباد او چهاردرې ولسوالیو بېلابېلو برخو ته د برښنا رسونې د بهیر د چټکتیا لپاره یې ټول پخواني تجهیزات بدل کړل.
د دې ادارې د اعلامیې لهمخې د علي اباد ولسوالۍ په میرشیخ سیمه کې ۱۲ پایې چې ۱۲متره دي هم درول شوي دي.
برښنا ریاست ویلي، د ټرانسفرمرونو تجهیزات هم په دقیق ډول ارزول شوي دي.
دا ادعا داسې وخت کېږي، چې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په زیاتو ښارونو کې منظمه برېښنا نهشته او پرچاوي هم زیاته شوې ده.