زیلینسکي: د اوکراین راتلونکې د ختیځې جبهې له جګړو سره تړلې
په داسې حال کې چې اوکرایني سرتېري د بخموت ښار د دفاع لپاره له روسي ځواکونو سره په درنو جګړو کې ښکېل دي، ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، د اوکراین راتلونکې د ختیځې جبهې له جګړو سره تړلې ده.
ښاغلي زیلنسکي ډاډ ورکړ چې په دې جګړه کې به اوکراین بریالی کېږي.
په عین حال کې د اوکراین پوځ نن وویل روسي ځواکونه په جګړه کې د درنو تلفاتو له زغملو سره سره پر بخموت او ځینو نورو ښارونو حملو ته دوام ورکوي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز نن وویل، اوکرایني ځواکونو پرون پر بخموت د روسیې ۱۰۲ حملې شنډې کړې او په لیمان، افدیفکا، مارینکا او شاختارسک سیمو کې درنې جګړې روانې دي.
ولسمشر زیلینسکي بېګا خلکو ته په خپله وینا کې، د ختیځې جبهې وضعیت پېچلی او دردوونکی وباله.
د اوکراین پوځ له څو میاشتو راهیسې د واګنر په نوم د اجیرو ملېشه ځواکونو پر وړاندې چې غواړي ځان د بخموت لویدیځ ته ورسوي، د مقابلې په حال کې دی.