د غزې تړانګې کډوال په خرګاډي کې بچي ښوونځیو ته لېږدوي
![د غزې تړانګې کډوال په خرګاډي کې بچي ښوونځیو ته لېږدوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-d6f4-08db23c99d07_tv_w800_h450.jpg)
د فلسطین د غزې تړانګې د خان یونس کیمپ کډوال وايي د اقتصادي ستونزو له کبله په خرګاډي کې ښوونځيو ته د بچیو استولو ته اړ شوي دي. هلته د خرګاډي کرایه د سکول د بس له هغې ۱۰ چنده کمه ده. خو د غزې تړانګې کډوال وايي، که حالات ډېر هم سخت وي، نه غواړي چې بچي یې له زده کړو بې برخې شي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.