په شارجه کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې تمرینات روان دي
![په شارجه کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې تمرینات روان دي](https://gdb.rferl.org/d8b016ce-6c0c-492f-8d70-369e1eb79773_w800_h450.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په شارجه کې د کرکټ ملي لوبډلې تمرینات په شدت سره روان دي.
دغه تمرینات د پاکستان پر وړاندې د درېیو شل اووره مسابقو لپاره روان دي چې لومړۍ مسابقه به راروانه جمعه، دویمه د مارچ پر شپږویشتمه او درېیمه د مارچ پر اووه ویشتمه وشي.
وروسته له هغې چې اسټرالیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سخت دریځ له امله له افغان لوبډلې سره له سیالیو ډډه وکړه، د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه ژمنه کړې وه چې د کرکټ له سترو هېوادونو سره به د دوه اړخیزو لوبو پر چمتوالي جدي کار کوي.