صديق الله له ناکاره ټايرونو د کار وړ توکي جوړوي
![صديق الله له ناکاره ټايرونو د کار وړ توکي جوړوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-962b-08db31e55f7a_tv_w800_h450.jpg)
د پښین اوسېدونکی صدیق الله د ګاډو او موټرسايکلونو له ناکاره ټایرونو داسې توکې جوړوي چې خلګ کار ورڅخه واخلي. د نوموړي په وينا د دې کار مقصد یې خلګ د ټایرونو له سوځولو راوګرځول او چاپېریال پاک ساتل دی. صديق الله وايي چې مخکې یې دغه شیان د خپل شوق لپاره جوړول خو اوس غواړي چې د کاروبار ذریعه یې وګرځوي.