اقتصادي کړکېچ؛ په افغانستان کې خصوصي پوهنتونونه د بندېدو ګواښ سره مخ دي
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونه ټولنه وايي، د نجونو پر زده کړو د لګېدلو بندیزونو او د خلکو د اقتصادي وضیعت د خرابېدو له امله یو شمېر خصوصي پوهنتونونه د تړل کېدو په حال کې دي.
د پوهنتونونه د پسرلني سمستر له پلېدو وروسته، د افغانستان د خصوصي پوهنتونونه ټولنه وایي، سږ کال په خصوصي پوهنتونونو کې کم شمېر محصلانو داخله کړې ده.
د افغانستان د خصوصي پوهنتون د ټولنې رسنیز مسوول محمد ناصر کریمي ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر پوهنتونونه د کافي محصلانو او ګټې د نه لرلو له امله په بد اقتصادي وضعیت کې دي.
د نوموړي په خبره، په تېرو کلونو کې به دا وخت ډېر محصلان پوهنتونونو کې جذبېدل، خو سږ کال د خلکو لېوالتیا او اقتصادي توان هغه شان نه دی.
هغه زیاته کړه: "د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی. نجونې له زده کړو منع دي. که وضعیت همداسې دوام ومومي ۴۰ یا ۵۰ پوهنتونونه به یوازې کابل کې وتړل شي."
د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د شمېرو پر بنسټ پر نجونو لګېدلي بندیزونو او د پوهنتونونو کمه ګټه لامل شوي چې ۶۰۰۰ هغه کسان چې په دغو پوهنتونونو کې یې کار کاوه وزګاره شي.
د باختر پوهنتون استاد او اداري کارکوونکی خواني همت وایي، د خصوصي پوهنتونو شمېر زیات دی، خو د محصلانو شمېر کم دی، په ځانګړي ډول نجونې محصلانې، نو همدا لامل دی چې دغه پوهنتونونه په پخواني شمېر محصلان نه شي جذبولای.
همت وویل: "ټول پوهنتونونه چې په افغانستان کې دي، د ۶ تر ۸ زره محصلینو په سره سیالي کوي، له اقتصادي اړخه خصوصي پوهنتونونه په ډېر بد وضعیت کې دي، نو ستونزمنه ده چې په کم شمېر محصلینو سره یې فعالیتونه دوام وکړي."
په ورته وخت کې یو شمېر هغه نجونې چې له ښوونځیو فارغې شوې او غوښتل یې خپل د لیسانس دوره سږ کال په خصوصي پوهنتونونه کې پيل کړي، وایي، دوی ته ډېر دردونکې ده چې اجازه نه لري.
د کابل اوسېدونکي مرضیه وايي: "خدای راته دا حق راکړی چې ولوله. هغه وویل اقرا یعنې ولوله، دا یې نه دي ویلي چې ته سړی یا ته ښځه ولوله. کله چې ورور مې کولای او زه نه شم کولای پوهنتون ته ولاړه شم، راته روحي فشار پیدا کېږي، بیا هم ځانته وایم خیر دی، زده کړه هېڅکله نه بندېږي."
د کابل یوه بله اوسېدونکې شکیبا وایي: "ما ډېر لوړې هیلې درلودلې چې پوهنتون ته ولاړه شم، نن ټولې دروازې زموږ پر مخ بندې دي، خو بیا هم هڅه کوم ولولم او پوهه شم."
د ازادي راډیو خبریال د خصوصي پوهنتونونه د وضعیت او د خلکو د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاالله هاشمي وپوښت، خو ده پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
د طالبانو حکومت د تېرملادي کال په ډسمبر میاشت کې د نورو بندیزونو تر څنګ، پوهنتونونو ته هم د ښځو په تګ بندیز ولګاوه.