د کاسوو پخوانی ولسمشر هاګ محکمې ته: بېګناه يم
د کاسوو پخواني ولسمشر هاشم تاچي پرون د هاګ په نړیواله محکمه کې وویل، چې دی بېګناه دی.
هغه دا څرګندونې هغه نړیوال قضايي هیئت ته وکړې چې، د جنګي او بشر ضد جنایتونو د لسو مواردو په اړه د ده د محاکمې لپاره راغونډ شوي وو.
تاچي د خپلو مدافع وکیلانو د پرانیستونکې وینا په پای کې له ځایه ولاړ شو او ویې ویل، چې دی د کافي شواهدو په تمه دی، چې له مخې یې ده ته برائت ورکړل شي.
هاشم تاچي وویل، کله چې بېګناه خلک تعقیبيږي، قربانیانو ته به عدالت ونه رسېږي.
د کاسوو د پخواني ولسمشر هاشم تاچي محاکمه د دوشنبې په ورځ پیل شوه.
پر هغه تورونه دي، چې له ۱۹۹۸ څخه یې تر ۱۹۹۹ م کاله پورې له سربیا سره د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د وژنو او شکنجې وژونکی کمپاین پرمخ بېولی دی.
څارنوالان وايي، هاشم تاچي چې د «مار» په مستعار نامه یادېده، د جګړې پر مهال د کاسوو له ازادۍ غوښتونکي پوځ سره یو ځای تر ۱۰۰ زیات کسان وژلي دي، چې په هغو کې اعدامونه او له بندیانو سره بد چلند شامل دی.