د ژغورنې یو سازمان له روسیې ۳۱ ماشومان بېرته اوکراین ته ستانه کړي
![د ژغورنې یو سازمان له روسیې ۳۱ ماشومان بېرته اوکراین ته ستانه کړي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-68c7-08db2f89583f_w800_h450.jpg)
د اوکراین د ژغورنې یو سازمان وايي، دوی له روسیې ۳۱ ماشومان چې د جګړې پر مهال روسیې ته لېږدول شوي وو، بېرته اوکراین ته ستانه کړي دي.
میکولا کولیبا چې د 'سیف اوکراین' د سازمان اجرایه مدیر او د ماشومانو د حقونو په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کمېشنر دی، پرون په کییف کې یوه کنفرانس ته دا خبره وکړه.
له کله چې روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړی، روسیې ته د اوکراین د ماشومانو جبري لېږدول یوه د اندېښنې وړ موضوع وه.
نړیوالې جزايي محکمې پر روسیې فشارونه زیات کړي او د مارچ پر ۱۷مه یې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د روسیې د ماشومانو د حقونو د کمېشنرې ماریا لفوفا بولیفا د نیولو حکم صادر کړ او دواړه یې له اوکراین څخه د ماشومانو په تښتونه تورن کړي دي.