د پاسپورټ رياست: هڅه کوو د ورځې تر ۱۵زره پاسپورټونه ووېشو
![د پاسپورټ رياست: هڅه کوو د ورځې تر ۱۵زره پاسپورټونه ووېشو](https://gdb.rferl.org/00ed0000-0a00-0242-b77c-08d9897c8634_w800_h450.jpg)
د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست وايي، هڅه کوي چې د ورځې تر ۱۵ زره پاسپورټونه ووېشي.
طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته په ځلونو د پاسپورټ توزیع ځنډولې خو دا په داسې حال کې ده چې، په اقتصادي او سیاسي ملحوظاتو پاسپورټ ته د افغانانو اړتیا زیاته شوې ده.
د پاسپورټ ریاست پرون اعلان وکړ چې، اوس د ورځې له ۸ زره تر ۱۰ زره پاسپورټونه وېشل کېږي خو هڅه روانه ده چې دا شمېر د ورځې تر ۱۵ زرو پورې ورسول شي.