حوثي ياغيانو يمن کې د کورنۍ جګړې پای ته رسولو ته چمتووالی ښودلی
![حوثي ياغيانو يمن کې د کورنۍ جګړې پای ته رسولو ته چمتووالی ښودلی](https://gdb.rferl.org/00ab0000-0a00-0242-7503-08d99c76c51b_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
حوثي یاغیانو د سعودي عربستان او عمان له استازو سره په کتنه کې په یمن کې د کورنۍ جګړې پای ته رسولو ته چمتووالی اعلان کړ.
د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې صبا خبري اژانس پرون (یکشنبې) راپور ورکړ، د حوثیانو د لوړې سیاسي شورا رئیس مهدي المشاط د سعودي او عمان استازو ته وویل، یوې عادلانه او عزتمنې سولې ته لېواله دی.
د سعودي عربستان او عمان د استازو پلاوي د شنبې له ورځې په یمن کې دي.
هغوی له حوثیانو سره په یمن کې پر اوربند، جوړجاړي او د جګړې پر پای ته رسېدو خبرې کوي.
سعودي عربستان تر اوسه پورې د حوثیانو له مشرانو سره د خپلو استازو د خبرو په اړه څه نهدي ویلي.