د مردان پېړې څنګه جوړېږي؟
![د مردان پېړې څنګه جوړېږي؟](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-cae3-08db40122a98_tv_w800_h450.jpg)
د مردان پېړې د خپلې ځانګړتيا له کبله ډېر نوم لري. د پېړو جوړوونکو کورنۍ لسګونه کلونه وړاندې له هند څخه د پاکستان مردان ښار ته کډه شوې وه. د پېړو دوکان څښتن احمر محمود وايي چې کله يې نيکه د بريتانيې ملکې الېزابېت ته د مردان پېړې ډالۍ کړې وې نو هغې ورته په بریتانیا کې د اوسېدو بلنه ورکړې وه خو نيکه يې انکار کړی وو.