سوډان کې جګړه؛ د اختر په ورځو کې د اوربند ژمنه شوې
![سوډان کې جګړه؛ د اختر په ورځو کې د اوربند ژمنه شوې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-ad10-08db426a3ea1_w800_h450.jpg)
د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د جګړو لمن پراخه شوې ده.
تېره شپه د دې سربېره توده جګړه روانه وه چې، د جګړې ښکېلو لوریو د اختر د دریو ورځو په ترڅ کې د اوربند ژمنه وکړه.
له یوې اوونۍ راهیسې د سوډان د پوځ او له پوځ څخه د بېلې شوې ډلې ترمنځ د دې جګړې په ترڅ کې تر څلور سوه ډېر ملکیان وژل شوي او په زرګونو ټپیان شوې دي.
پرون د اختر په لومړۍ ورځ په خرطوم کې الوتکو بمبارۍ هم کولې.
د دې جګړې د درېدو لپاره تر اوسه د نړیوالو د اوربند ټولې هڅې ناکامه شوې دي.